افغانستان

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال

Floods in northern Baghlan province. May 2024. File photo.

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې نن (دوشنبه، د زمري ۲۹مه او سبا سه شنبه) د باران د ورښت او د سیلابونو د راوتلو د احتمال وړاندوینه کړې ده.

د طالبانو په وینا، بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا او کابل ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې هم د سختو دړو او بادونو د لګېدو اټکل کېږي.

د  هېواد په بیلا بیلو برخو کې د بادونو د لګېدو سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو او په بېلابېلو ولایتونو کې د اورښت اندازه د ۱۰ او ۴۰ ملي مترو تر منځ اټکل شوې ده.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې تېره ورځ په میدان وردګ ولایت کې سېلابونو له امله د مالي زيانونو ترڅنګ دغه ولایت یو شمېر لارې بندې کړې دي.