افغانستان

طالبانو د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۵ مه کلیزه ونمانځله

د شاه امان الله خان د نښانونو او د افغانستان د ملي بیرغ له شتون سره د طالبانو د مخالفت سربېره ، دوی د زمري په ۲۸ له برېټانیا څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ١٠٥مه کلیزه ونمانځله.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت طالبانو په تورخم کې د شاه امان الله خان مجسمه ړنګه کړه او پر ځای یې خپل سپین بیرغ وځړاوه .

د طالبانو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر فصیح الدین فطرت د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې وویل، «موږ د هېواد د خپلواکۍ ١٠٥ کلیزه په داسې حال کې نمانځو چې افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی.»

خو تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي و چې د افغانستان هوايي حریم د امريکايي الوتکو لخوا تر «اشغال» لاندې دی او له امریکا يې غوښتي چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالغني برادر په دغو مراسمو کې وویل، «د دې ورځې نمانځل د افغانانو او مجاهدینو د مبارزې، قربانۍ او یووالي د ویاړ یادونه ده چې په محدودو امکاناتو یې انګرېز استعمار ته ماتې ورکړه.»

نوموړي د شاه امان الله خان په مشرۍ له انګلستان څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کول په داسې حال کې د وياړ ورځ وبلله چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا ​​محمد نديم  له دې وړاندې په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان د غربي هیوادونه د «کفر او فحاشي» راوړه او غوښتل يې په هېواد کې یې پلي کړي.

ندیم وویل، «ښوونځي ته د نجونو لېږل یو بهرنی کلتور دی او شاه امان الله او ظاهر شاه دغه کلتور افغانستان ته راوړی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د زمري د ۲۸مې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل: «موږ د هیچا امر نه منو او یوازې د خپلو امیرانو اطاعت کوو.»

نوموړی په داسې حال کې د نورو د غوښتنو د نه منلو خبره کوي، چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ هېوادونو له دوى په وار وار غوښتنه کړې، چې باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د هېواد ټول توکمونه او بېلابېلې طبقې په کې شاملې کړي.

یو شمېر افغان وګړي او سیاسي شنونکي د طالبانو اوسنی رژیم «یو توکم او یوه ډله» بولي او د واک په انحصار يې تورنوي.

په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د هېواد د خپلواکۍ د ١٠٥مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې د طالبانو غړو ته وویل: «هغه آزادي مو چې مو لاسته راوړې ده، ساتنه يې پر مونږ فرض ده» 

هغه په داسې حال کې د هیواد د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه خبرې کوي، چې خلک د زمري٢٤مه د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ بیرته راګرځیدل، «د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ» بولي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي.

له بل پلوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې مراسمو کې وویل: «نن د اشغال بڼه بدله شوې او کمزوري هېوادونه په اسانۍ سره د اشغال په دام کې لوېږي.»

د يادولو وړ ده، چې د طالب چارواکو په وار وار له نړۍ څخه غوښتي دي چې د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته له دوى سره مرسته وکړي، او د راپورونو له مخې متحده ایالات د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په اونۍ کې شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر ورکوي. دا کار د امریکا یو شمېر سناتورانو هم غندلی او د دې کار د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

افغان ملت د شاه امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري په ۲۸ نېټه له انګلستان څخه خپله خپلواکي بېرته تر لاسه کړه.

دا ورځ د افغانستان په تېرو حکومتونو کې هر کال په پراخه کچه د هېوادوالو له خوا د درې رنګه بیرغونو په پورته کولو سره نمانځل کېده. خو وروسته له هغه چې طالبان کابل ته راغلل، د جمهوریت دورې سمبولونه یې له منځه یوړل، خپل سپین بیرغ یې د ملي بیرغ پرځاى، ځای پر ځای کړ او هغه کسان یې ونیول او مجازات یې کړل چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې پورته کاوه.