افغانستان

د غزې په زوایده ښار باندې د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

د غزې روغتیایی چارواکو اعلان کړی، چې د غزې په مرکز زواید ښار باندې د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دا برید په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سبا (دوشنبه د زمري ۲۹مه) د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په تړاو د دغه هېواد له لومړي وزير نتانیاهو سره د يرغمل شويو کسانو د خلاصون او د جګړې د پاي ته رسولو په اړه د خبرو اترو لپاره وګوري.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي دي چې په زوایده کې وژل شوي زیاتره کسان د یوې کورنۍ دي چې ۸ ماشومان او ۴ ښځې هم په کې شامل دي.

د دې قربانیانو د کورنۍ یوه ګاونډي ابو احمد حسن ویلي: «دوی (د برید د قربانیانو د کورنۍ غړي) ماشومان او نوي زيږندلي ماشومان وو چې په خوب ویده وو. بیا درې راکټونه د دوی کور په نښه کړ. دلته هیڅ پوځي فعالیت نشته.»

د اسرائیلو پوځ له برید وروسته ویلي، چې دا پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند په عربي ژبه د غزې د مرکزي سیمو خلکو ته امر لېږلى، چې د غزې د مغازي سیمې په ګډون  زاويدې سیمې ته نژدې یوې ټاکل شوې سیمې ته کډه شي.

رویټرز وايي، تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې ایا زلویده په هغو ځایونو کې شامله ده، چې اوسېدونکو ته يې د وتلو امر شوى، او آیا هلته خلکو د پوځ امر ترلاسه کړی و که نه.

خو په عین حال کې د غزې اوسېدونکو ویلي چې په زرګونو کسان له مغازي څخه د وتلو په حال کې دي.