د ایران د رېل پټلۍ شرکت وايي چې د افغانستان د رېل پټلۍ د پراختیا شرکت په غیر قانوني ډول د ایران د اورګاډي یوه سټیشن ته ننوتی دی.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د اورګاډي د پراختیا کنسرسیوم لومړی د تمځاى د ودانۍ قلف مات کړى او د تمځاى کارکوونکي یې وهلي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي:« په تېرو ورځو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د خصوصي شرکت اړوندو کارکوونکو د ایران د اسلامي جمهوریت د رېل پټلۍ په حريم کې په غیر قانوني کړنو بوخت وو، چې د فني همکارانو د مخنيوي وروسته له بده مرغه د دې ادارې کارکوونکو د ايران کنسرسيوم پرسونل يې وهلي او ټکولي او د موټر ښيښې یې ماتې کړې دي.»
په ورته وخت کې، ایراني رسنیو د ایران د اورګاډي شرکت په حواله لیکلي دي چې «د ایران د رېل پټلۍ په خاوره کې د تېرېدو اجازه به نه ورکول کیږي» او هیڅوک “د قانون څخه پورته » نه دي.
په همدې حال کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د اورګاډي ادارې تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.