د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو افغانستان د نړۍ له ګوټ ګوټ څه د ترهګرو په خوندي پټنځاى بدل کړی دی.
دغه کمېټه وايي چې د بایډن اداره باید د هغې «ناورین زیږونکې» شاتګ ځواب ويونکې وي.
د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، راتلونکې میاشت (سپتمبر) به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل څېړنيز راپور وړاندې کړي چې په دې برخه کې به د لازم حساب ورکولو په اړه وي.
يادې کمېټې ويلي، د بایډن پالیسي، د دې پرځای چې په مؤثره توګه ترهګر تعقیب کړي، د امریکا د ځواکونو د وتلو پر مهال د داعش خراسان ډلې ځانمرګي برید ته لاره هواره کړه چې ١٣ امریکایي سرتېري او ١٧٠ ملکي وګړي یې ووژل.
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه له څو میاشتو راهیسې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه چې «ناورين زيږونکي» بلل کېږي مرکې او پوښتنې کوي.
د امریکا پر ولسمشر جوبایډن د امریکايي چارواکو او یو شمېر نړۍ او سیمه ییزو مشرانو له خوا له افغانستانه د وتلو د بهیر له امله نیوکې شوي دي. هغه وتل چې په پايله کې يې طالبانو د افغانستان واک بېرته تر لاسه کړ او د زده کړو، ازادۍ، حقونو او حکومتدارۍ د ودې په برخه کې يې د افغانانو شل کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې.