افغانستان

 په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان : طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان بندیان کړي

په اروپا او شمالي امریکا کې د مېشتو افغان خبریالانو یوه څېړنه ښيي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زنداني کړي دي.

د څېړنې له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په درېیو کلونو کې د رسنیو د تایید شویو بندیانو شمېر په افغانستان کې د جمهوري ریاست د شل کلنې دورې د ټولو بندیانو په پرتله درې برابره زیات و.

له دې جملې څخه ۶۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دوامداره توګه د طالبانو په زندانونو کې بندیان شوي دي.

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان وايي، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی په یوه «مسلکي ناورین»د بدلېدو په حال کې دى.

د دغه څېړنې په يوه برخه کې راغلي«په ۱۴۰۱ کال کې موږ په هرو دوو ورځو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه قضیه لیدله. په ١٤٠٢ کې، په هرو دریو ورځو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه قضیه رامنځته شوې ده. د  خبریالانو او د رسنیو د ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي درې پېښې سږ کال په هرو څلورو ورځو کې رامنځ ته شوې، چې ترې لږ تر لږه پنځه مياشتې تېرې شوي.»

دا څېړنه ښيي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په جريان کې د ښځينه خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو شمېر تر ٩٥ سلنې ډېر کم شوى او د جمهوري رياست پر وخت د فعالو رسنيو ٣٥ سلنې څخه کمې رسنۍ فعالې دي.

په جلاوطنۍ کې خبریالان په دې باور دي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد د شل کلن جمهوریت ستره لاسته راوړنه، د بیان ازادي او رسنۍ په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

په څېړنه کې د ملګرو ملتونو په ګډون د بیان د ازادۍ پر ټولو بنسټونو، څېړنیزو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو هم غږ شوی؛ د هغه څه د مستند کولو لپاره چې په هیواد کې روان دي، د افغانستان د خلکو ملاتړ او د ملت د تاریخ د جعلي کولو مخه ونیسو او پرې نه ږدو چې په هیواد کې د بیان او رسنیو ازادي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.