افغانستان

سرچینې: طالبانو په پنجشیر کې هټیوال اړ کړل چې د دوى بیرغ پر خپلو هټیو پورته کړي

سرچينې وايي، طالبانو په پنجشېر ولايت کې هټيوال اړ کړي چې د زمري په ٢٤مه پر خپلو هټيو سپين بيرغونه پورته کړي.

سرچینې همداراز ویلي چې طالبانو د «فشار او زور» څخه کار اخیستی ترڅو هټیوالو دې امر عملي کولو ته اړ کړي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو هټيوالو ته ګواښ کړى، چې که له ياد حکم څخه سرغړونه وکړي، دوکانونه به يې وتړل شي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ هم د (زمري ۲۳) د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښارګوټي کې هم هټیوالو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت دې په خپلو هټیو کې د دوى بیرغونه پورته کړي.

طالبانو دغه راز يادو هټيوالو ته ګواښ کړی، چې که له امر دې څخه يې سرغړونه وکړي، نو دوکانونه به د درېیو ورځو لپاره تړل شي.

د يادولو وړ ده، چې طالبان د زمري ۲۴مه چې د جمهوریت له سقوط سره برابره ده، د « فتح » ورځ بولي.

خو طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نيولې او د ښځو پر حقونو او ازادۍ يې سخت محدوديتونه لګولي دي.

دا مهال د افغانستان اقتصاد له سخت بحران سره مخ دی او بېکاري هم خپل اوج ته رسېدلې ده.