افغانستان

طالبانو د زمري ۲۴مه «مهمه او وياړلې» ورځ وبلله

پرچم طالبان. عکس از رویترز.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د جمهوري حکومت نسکورېدل، د امریکا وتل او د خپل حاکمیت بیرته ستنېدل یوه «مهمه او د ویاړلې» ورځ وبلله.

طالبان ادعا کوي چې د دوی په نظام کې شریعت او د اسلام د دين پلي کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانان باید واک ته د طالبانو د راستنېدو له امله«شکر» وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان د زمري د ۲۴مې (د جمهوریت سقوط او طالبان بیرته راګرځېدلو ورځې) په مناسبت په يوه راپور کې ويلي، چې طالبانو واک ته په راتګ سره په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ستر بحران رامنځ ته کړى دى.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو  د ۲۰۲۱ کال په اګست واک ته رسېدو راهيسې،  د افغان اتباعو ټول اساسي حقونه په ځانګړې توګه د ښځوحقونه محدود کړي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې يې له ښوونځيو منع کړې دي او پوهنتونونو دروازې يې هم د نجونو او ښځو پرمخ تړلي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې له خوا په یوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خراب شوی دی. د یوې سروې له مخې په افغانستان کې ۹۸ سلنه ښځې احساس کوي چې د خپلې ټولنې په پرېکړو کې لږ یا هیڅ نفوذ نه لري. همدارنګه، په هیواد کې ٦٨ سلنه مېرمنو رواني روغتیا وضعيت بد او يا ډېر بده  راپور شوى دى.

د دغه راپورونو له مخې، طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو د ازادۍ او بنسټیزو حقونو د محدودولو په موخه لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه صادر کړي دي.

له بل پلوه، یو شمېر افغانان وايي چې طالبانو د حکومت ټولې ادارې تر خپل واک لاندې نيولي او واک ته له رسېدو وروسته یې یو شمېر پخواني دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان ګمارلي دي.