د خبریالانو د ملاتړ سازمان د اګست د پنځلسمې په مناسبت چې د تېرحکومت د سقوط له ورځې سره برابره ده په یوه راپور کې ويلي، طالبان اکثراً په ډېرو مواردو کې د عامه افکارو د تېراېستلو لپاره «ناسم» معلومات خپروي.
راپور وايي، طالبان د تېر حکومت د امنیتي ځواکونه خپل دښمنان ګڼي او د دوى د مرموزو وژنو او شکنجو پړه په ناڅرګندو وسله والو اچوي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان وايي، طالبان د رسنیو منځپانګه کنټرولوي او پخپله ګټه یې بدلوي.
راپور کې ویل شوي، «دوی د ښځو او مدني ټولنې اعتراضونو ته په تکراري شکل ځواب ورکوي، د بهرنیانو کار يې بولي او عاملین یې د هغو کسانو په توګه معرفي کوي چې غواړي بهر ته د تګ فرصت ومومي.»
دغه سازمان وايي، د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د بیان او رسنیو ازادي له منځه تللې ده.
راپور زیاتوي چې طالبانو په پلازمېنه او ولایتونو کې رسنیو ته لیکونه استولي او د خبریالانو او د رسنیو د نورو کارکوونکو لپاره یې سرې کرښې ټاکلي دي.
په راپور کې ویل شوي، «هیڅ رسنۍ یا خبریال حق نه لري چې په هغو مسلو کار وکړي او یا داسې پروګرامونه تولید کړي چې طالبان یې د خپل حاکمیت پر ضد ګڼي.»
د دغه راپور پر بنسټ، طالبان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له رضایت پرته معلومات خپاره کړي.
دغه سازمان ټینګار کوي، چې د استخباراتو ریاست، د کورنیو چارو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طالبانو اصلي بنسټونه دي چې د رسنیو د کار څارنه کوي.