د باميان ولايت سرچينې وايي، چې د تېر حکومت يو سرتېرى چې په باميانو کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د پلان او عملياتو مدير هم و، درې ورځې وړاندې د باميانو په مرکز کې د طالبانو له خوا ونيول شو.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د پخواني سرتېري کورنۍ وايي، چې د هغه له برخليکه نه خبره دي.
سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو له تېرو دوو اونيو راهيسې د باميانو ښار پر عمومي سړکونو پوستې جوړې کړې دي.
طالبانو تر اوسه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو کې ۵ غيرقانوني وژنې او ٧ د پخوانیو پوځیانو په خپل سر نيولو پېښې يې ثبت کړي دي.