طالبانو نن (سه شنبه، زمري٢٣مه) د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې دوه تنه د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغه دوو کسانو هر یو يې ۳۹ درې وهل شوي دي.
دوی وايي چې دغه دوه تنه په شپږو میاشتو بند هم محکوم شوي دي.
طالبانو تراوسه د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ویلي.
د آمو ټلویزیون د راټولو شویو شمېرو له مخې چې د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې له خوا خپرې شوې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۶ کسانو په ګډون شاوخوا ۶۰۰ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.