افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې۱۶۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۱۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون (دوشنبه، زمري٢٢مه) ١٦٦ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په زوره او په خپله خوښه وېستل شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي، ۲۷ کورنۍ د تورخم  او ۲۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي.

په همدې حال کې ۵۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې او ۵۹ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په  یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي. طالبانو دا راپور رد کړی دی.

خو د دغه سازمان په وینا ۸۵ سلنه افغان کډوال ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

د راپور له مخې ایران ته د دغو کډوالو نږدې ۷۰ سلنه د کار د فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل بولي.