د امريكا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ له سپیس په نوم پر اېکس په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر ناقانونه پلورونکي دي او افغاني پیسې باید دوی ته نه وای ورکړل شوې.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، «دوی (طالبان) نن ورځ په نړۍ کې د وسلو تر ټولو لوی پلورونکي دي. دوی ته د افغانانو پیسې ورکول د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر حماقت و.»
ټرمپ وویل: «که بایډن ولسمشر نه وای، په افغانستان کې به ناورين نه وای پېښ شواى.»
د امریکا پخواني ولسمشر همداراز په سیمه او نړۍ کې د وروستیو جګړو او کړکېچونو په اړه ويلي، چې د اوکراین او منځني ختیځ جګړه کېداى شي په «نړیوالې جګړې» واوړي.
هغه زیاته کړه چې د نړۍ اصلي ستونزه اټومي تودوخه ده. نه نړیوال تودوخه.
ټرمپ په داسې حال کې طالبان د نړۍ تر ټولو ستر د وسلو پلورونکو په توګه یادوي چې د ټرمپ په مشرۍ له امریکا سره د دوحې له تړون وروسته یې د کابل واک په لاس کې واخیست.
یو شمېر کارپوهان دغه تړون ته د افغانستان پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ جوړجاړي په سترګه ګوري.
د طالبانو د رٸيس الوزرا اوسني اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د هوکړې له لاسلیک وروسته امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ژمنه وکړه او بالاخره یې د ٢٠٢١ زيږديز کال د اګست په ۱۵مه د وتلو بهیر پیل کړ، چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست په تاریخ کې ترټولو ناورينونکې پېښې په توګه يادېږي.