د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د ښځو سره د طالبانو چلند «د جنسیتي تبعیض یوه ښکاره بېلګه ده».
د دغه ايتلاف په خبرپاڼه کې راغلي: «د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په لاسته راوړنو کې [یوازې] فقر، بېکاري، ناامني، د ښځو او نجونو له کار او زده کړو محرومول، په خپل سر نیول، قتل، لوټماري، د ژوند او شتمنیو غصبول او د خلکو عزت شامل دي چې له هېواده د میلیونونو خلکو د وتلو سبب شول.»
په ياده خبرپاڼه کې راغلي: «د ښځو د اعتراضونو ایتلاف د طالبانو دغه جنایتونه غندي.
د ښځو د خوځښتونو ایتلاف په نړیواله ټولنه غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي چې پرې نه ږدي چې د افغان ښځو پر وړاندې د دوی «دوامداره ظلمونه» د ټولنیز ژوند له بهیر څخه د ښځو د بشپړ وتلو لامل شي.
دغه مېرمنو خبرداری ورکړ چې د خپلو بشري حقونو څخه د ښځو بې برخې کول به په هیواد کې «لوی بشري ناورین» رامنځته کړي چې سیمه او نړۍ به اغېزمنه کړي.
د دغه ايتلاف ښځو پر افغان ولس هم غږ وکړ چې د طالبانو د «ظالمانه» کړنو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او د خپلو اساسي بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره د ښځو د بشري مبارزې ملاتړ وکړي.
د ښځو د اعتراضونو ايتلاف همداراز له نړۍ غوښتنه کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دې«جنسيتي تبعيض» په رسمیت وپېژني او طالبان دې د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه د سرغړونې په خاطر حساب ورکولو ته اړباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د اګست د ۱۵مې په مناسبت په ټول هېواد کې د طالبانو پر ضد د اعتراضونو غږ کړی دی.
د مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو واکمني « تبعیضي رژيم» بللى او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې په رسمیت يې وپېژني.
د يادولو وړ ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
په همدې حال کې، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد واک تر لاسه کړ، دوى ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې سخت محدودیتونه وضع کړل.
طالبانو همداراز له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو له دوام منع کړي او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.