د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ایراني پولیسو له خوا د افغان ځوان سید مهدي د وهلو ټکولو په غبرګون کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر چلند د «پښه دې له ستوني ليرې کړه» کمپاين په لاره اچولو سره سختې نیوکې کړې دي.
ځینو دغو کاروونکو پولیسو او ایراني اتباعو ته پې اېکس او فیسبوک پاڼو کې لیکلي: «نن موږ سرګردانه یو، سبا به ستاسو یوه ډله سرګردانه وي.»
دغه کاروونکي وايي، ایران چې له افغانستان وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري، نه ښايي چې داسې «بې عدالتي» روا وګڼي.
سید مهدي، یو افغان ځوان چې د خپلوانو په وينا يې د نه اورېدو ستونزه هم لري، د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۵ مه) هغه مهال د ایراني پولیسو له خوا افغانستان ته د ستونولو پرمهال شکنجه او ووهل شو.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ويډيو کې د ایراني پولیسو یو افسر ښکاري چې سيد مهدي يې پر ځمکه پرځولى او د هغه پر ستوني یې په زنګون فشاروي، ښکاري چې سيد مهدي په سختۍ سره کولى شي ساه واخلي.
د ښاغلي مهدي خپلوانو له شکنجې وروسته د هغه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې هغه دا مهال په «شاک» کې دی.
دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو او د افغان سیاستوالو او چارواکو تر منځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د ایران له حکومته غوښتي چې عاملین یې محاکمه کړي.
هغه پر اېکس لیکلي: «موږ د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي حکومت څخه تمه لرو چې دا وضعیت وڅېړي او د کډوالو د ساتنې لپاره مناسب اقدامات وکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې دا ناوړه چلند یې ترسره کړی دی.»
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق له سید مهدي سره د ایراني پولیسو چلند غیر انساني او غیر اسلامي بللی و.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د «جبري وېستلو» لړۍ چټکه کړې ده.
که څه هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون او د کډوالو نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو په څو خبرپاڼو کې د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې د کډوالو بشري حقونو او د پناه غوښتنې په اړه د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او له «جبري ويستلو» څخه ډډه وکړي؛ خو د ایران او د پاکستان په څېر هېوادونو په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی.
په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د ايران د پولیسو او اتباعو لخوا د دوى سره د ناوړه چلند خبره کوي.
دوی وايي وروسته له هغه چې د تهران په ختیځ کې یو ایرانی تبعه ووژل شو، ایراني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې او ایراني اتباع هم ورسره ناوړ چلند کوي.