افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۲۵۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه اېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړى، چې پرون (چهارشنبه،زمري ۱۷) ۲۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه اېستل شوې او هېواد ته راستانه شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه آژانس زياته کړې، چې ۴۴ کورنۍ د تورخم  او ۵۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلې دي.

د راپور له مخې، په همدې حال کې ۶۴ کورنۍ د پل ابرېشم  او ۱۰۰ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي و، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.

 د دې سازمان په وینا، له دغو کډوالو ۸۵ سلنه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

د راپور له مخې ایران ته د دغو کډوالو څخه نږدې ۷۰ سلنه چې ايران ته کډوال شوي  د کار د فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل بولي.