د هرات – ادرسکن ولسوالۍ پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
دا پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقيقې رامنځته شوې ده.
د هرات آمبولانس عمومي رييس محمد ظاهر نورزي ويلي، چې د دغه پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې پېښه د یوه ګړندي موټر او مازدا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
دا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هرات کې دويمه مرګوني ترافيکي پېښه ده.
د هرات – کرخ ولسوالۍ پر لويه لاره د تېرې شنبې په شپه په يوه بله ترافيکي پېښه کې څلور تنو خپل ژوند وبايله.