د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالکبیر د دوشنبې په ورځ ایران ته ولاړ. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د دغه چارواکي نوم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې چې د ١٣٨٦ کال د لړم په میاشت کې د بغلان په برید کې د لاس لرلو له امله ثبت شوی دی. په دغه برید کې د پارلمان د غړو په ګډون ۷۲ کسان ووژل شوي وو.
په همدې حال د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې دا سفر د ایران په«رسمي بلنه» شوی او ټاکل شوې چې عبدالکبیر به د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون وکړي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ په ایران کې د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو وروسته ګڼ شمېر افغان کډوال د پولیسو او ایراني اتباعو له خوا ځورول شوي دي. دا پېښه د تهران په ۱۵مه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال همدا راز ویلي، چې په دې ليدنو کې به په ايران کې د افغان کډوالو پر ستونزو، اقتصادي اړيکو او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا خبرې وشي.
تر دې وړاندې د سراج الدین حقاني په ګډون د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د طالبانو یو شمېر چارواکو بهر ته سفرونه کړي دي.