افغانستان

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوبو د بحران د پراخېدو خبرداری ورکړی

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د اوبو بحران مخ په پراخېدو دی.

دغه اتحادیې پر اېکس لیکلي: «وچکالي، د اوبو مصرف او کارول، ترټولو ارزښتناکه سرچینه ده، موږ ګواښي.»

اروپايي ټولنې د افغانستان پر خلکو غږ کړی چې د راتلونکو نسلونو لپاره د خپلو سیندونو، نهرونو او ځمکې لاندې اوبو څخه ساتنه وکړي.

دغه اتحاديې همداراز ليکلي، چې د اوبو له ستونزو څخه پاک افغانستان او نړۍ جوړول ممکن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد وګړي هم د موسمي او خوراکي بحران سره لاس او ګريوان دي.