افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې تر ۵زرو ډېر کډوال اېستلي

تصویر از آرشیف

په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵ زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه  کې ویلي چې پرون( شنبه، زمري٦مه)  ۵زره۳۰۳ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په« جبري ډول او په خپله خوښه» اېستل شوي دي.

د دغه خبرپاڼې له مخې ایران ۴زره۹۹۴ او پاکستان ۳۰۹ افغان کډوال اېستلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت ویلي چې ۳زره۲۵۳ کسان د اسلام کلا له لارې او يو زرو۷۴۱ یې د پل ابرېشم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې د دغه خبرپاڼې له مخې، تر دې مهاله ۱۷۵ تنه د تورخم له لارې او ۱۳۴ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۳زره۵۰۰ افغان کډوال په زور او خپله خوښه اېستلي وو.