پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې اورپکو په خیبر پښتونخوا کې د نجونو یو دولتي ښوونځی په بمونو الوځولی دی.
د خيبر پښتونخوا د پوهنې وزير فيصل خان تارکايي رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه تېره شپه(د يکشنبه، زمري لمړۍ نېټه) ناوخته رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى، خو اووه درسي خونې يې ويجاړې کړې دي.
دغه ښوونځی چې تازه جوړ شوی و، ۲۵۵ تنو نجونو په کې نومليکنه کړې وه.
تارکايي زیاته کړه، «دا ښوونځی به ډېر ژر ګټه اخېستنې ته وسپارل شي. دا ډول بزدلانه عملونه په قبایلي سیمو کې د زدکړو د ښه کولو لپاره زمونږ هوډ نه شي کمزوری کولی. د زدکړو لپاره زمينه برابرول د خیبر پښتونخوا د حکومت لومړیتوب دی.»
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.