افغانستان ښځې

د ښځو دهیلو کړکۍ غورځنګ: راځئ چې په ټول قوت سره د افغان ښځو تر څنګ ودریږئ

د ښځو د هیلو کړکۍ غورځنګ  د اګسټ د پنځلسمې (پر افغانستان د طالبانو د بياځلې حاکميت د ورځې) په مناسبت له هیوادوالو، د بشري حقونوسازمانونو او بنسټونو غوښتنه  کړې چې د افغان ښځو تر څنګ ودریږي.

د دغه غورځنګ د بلنې په متن کې راغلي چې دوى د بشري حقونو د ناورين له ژورو غږ کوي چې: «راځئ چې په ټول توان سره د افغان مېرمنو سره ودریږٸ.»

دغه اعتراض کوونکي ښې وايي، چې واک ته د طالبانو د راتګ په دريو کلونو کې افغانستان د خپلو خلکو لپاره، په ځانګړې توګه ښځو، قومي او مذهبي لږکيو ته « بشپړ دوزخ» ګرځېدلی دی.

د ښځو ياد غورځنګ همداراز په خپل بلنه غږ کې ويلي چې مخاطبين یې د افغانستان خلک، د نړۍ ازادې ټولنې، فيمينسټي غورځنګونه، د بشري حقونو سازمانونه او د بشري حقونو ادعا کوونکي او مدافعین دي.

دغه غورځنګ د افغانستان او نړۍ پر خلکو غږ کړی چې یو ځل بیا د بشري کرامت او بشري حقونو ارزښتونه وساتي، په افغانستان کې د بشري حقونو ارزښتونه را ژوندي کړي او د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د «سیستماتیک سرغړونې» پر وړاندې ودرېږي.

 په دغه غوښتنه کې ویل شوي، «ترهګرو ډلو د طالبانو د نامشروع رژیم لاندې خپل فعالیتونه پراخ کړي او د سیمه ییز او نړیوال امنیت هېڅ تضمین نشته.»

دغه اعتراض کوونکې ښځې وايي چې د مبارزې لپاره «نوی قوت»، د «طالبانو د ظلم»پر وړاندې یووالی او د خلکو د ژغورلو ژمنتیا د بریالیتوب راز دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دوی د ښځو پر حقونو، ازادیو او په ټولنه کې ددوى په ګډون سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

 طالبانو د واک ته رسېدو وروسته د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پوررته د ښوونځیو دروازې وتړلې او پوهنتونونه یې هم د ښځو او نجونو پر تګ بنديز ولګاوه.

د ښځو د حقونو په وړاندې د طالبانو دغه تګلارې د نړۍ او اسلامي هېوادونو له سخت او جدي غبرګونونو سره مخ شوې دي، خو دوی پخپلو پالیسيو کې  بدلون نه دى راوستى.

له بلې خوا، نجونې او ښځينه زده کوونکې وايي چې زده کړه د دوی اسلامي او بشري حق دی چې طالبانو ترې دوى بې برخې کړې دي.