Uncategorized @ps

اسراییلو د یمن حدیده بندر ته نږدې د حوثيانو پر پوځي اهدافو برید وکړ

یوه ورځ وروسته له هغې چې حوثيانو د اسرائیلو پر اقتصادي مرکز د بې پیلوټه الوتکې بريد وکړ، د دغه هېواد ځواکونو د یمن په حدیده بندر ته نږدې د حوثیانو پر «پوځي هدفونو» برید وکړ.

رویټرز راپور ورکړی چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوی او ۸۷ نور ټپیان شوی دی.

د یمن المسیره ټلویزیوني شبکې د دغه هېواد د روغتیا وزارت په حواله ویلي، په دغه هوايي برید کې چې د تېلو تاسیسات او د برېښنا یوه فابریکه یې په نښه کړې، چې ډېرى ټپیان يې سخت سوځېدلي دي.

د حدیده یو شمېر اوسېدونکو رویټرز ته په ټيليفوني اړيکو کې ویلي: « د سختې بمبارۍ پرمهال په ټول ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل کېدل»

په همدې حال کې المسیره ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې د ملکي دفاع ځواکونه او اور وژونکي هڅه کوي چې د دغه بندر د تېلو په ذخيرو کې لګېدلى اور ووژني.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ویلي: «دا بندر د حوثیانو لخوا له ایرانه د وسلو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېده.»

د اسراییلو د پوځ ویاند وویل، په برید کې په نښه شوي هدفونه کې، چې له اسراییلو څخه تر يو زرو۷۰۰ کیلومترو (۱،۰۵۶ میله) زیات دي، د دوه ګوني استعمال ځایونه لکه د انرژۍ زیربناوې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرایلو مخکې اعلان کړی و چې دا برید د دغه هېواد د اېف ۱۵ جنګي الوتکو له خوا شوی دی.