د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د «د بوديجې لوى بحران» سره مخامخ دی.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د خپلو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان په څه باندې لسو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړونکو سیلابونو له امله زیانمن شوي خلک زیاتو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: « په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې له پراخ بحران سره مخ دی؛ خو دې بیړني حالت ته د ځواب ویلو لپاره خپلې شته سرچینې کاروي.»
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، چې دا مهال دوى په میاشت کې ١٢٥زره سېلاب ځپلو باندې د خوراکي توکو کڅوړې وېشي.
دغه اداره وايي، دغه مرستې تر ډېره په بغلان، فاریاب، غور، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوي دي. هغه ولایتونه چې د وروستیو سیلابونو له امله يې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستيو سېلابونو د دوى ټول شته له منځه وړي او آن د خوړلو لپاره هېڅ څه نه لري.
دخوړو نړيوال پروګرام وايي، اوږد مهاله پانګونې ته اړتیا ده؛ څو اغېزمنې کورنۍ بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او خپل عادي حالت ته وګرځي.