افغانستان ښځې

د شنبه هاى ارغواني غورځنګ له  ملګرو ملتونو د افغان شیعه ګانو د ملاتړ غوښتنه وکړه

Women protesters. File photo.

د شنبه هلى ارغواني غورځنګ په نوم د ښځو یوې ډلې پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د محرم په میاشت کې د افغانستان د شیعه ګانو ملاتړ وکړي.

دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د محرم په میاشت کې د افغان شیعه ګانو د ځورونې د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

دغه غورځنګ په دې باور دی چې په افغانستان کې د محرم په میاشت کې د طالبانو له خوا د شيعه ګانود ځپنې «دیني لږکيو د ځپلو لپاره د سيستماتيک کمپاین» برخه ده.

په همدې حال کې د شنبه هاى ارغواني غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د طالبانو کړنې نه یوازې له بشري حقونو څخه سرغړونه ده؛ بلکې له مذهبي ازادۍ او نړیوالو قوانینو څخه هم سرغړونه ده.»

د دې ټولو سربېره، اعتراض کوونکې ښځې د افغانستان د شیعه ګانو د ملاتړ لپاره پر بېړنۍ نړیوالې مداخلې ټینګار کوي.

د افغان ښځو دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا څه موده وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي وو چې د محرم په میاشت کې د امنیت د تامین او د هر ډول ګډوډیو او ناامنیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.