افغانستان سویلي آسیا

فضل الرحمان: پاکستاني پوځ له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو هڅې زیانمنې کړي 

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمان د دوشنبې په ورځ  يوې غونډې ته چې د پاکستان د قبايلو او قومونو مشرانو په کې ګډون درلود، ويلي چې د پاکستان پوځ د «قوي هوډ» په نوم عملیاتو په پیلولو سره له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅې کمزورې کړې دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، «د پوځ لخوا په سرحدي سیمو کې د امنیت د تامینولو په پلمه پیل شوي ‘قوي عزم’ عملیاتو د پاکستان امنیت ته زیان رسولی دی.»

ښاغلی فضل الرحمن وايي، کله چې له ایران سره پر پوله کومه ستونزه رامنځ ته شي، په یوه اوونۍ کې حل کېږي؛ خو کله چې له افغانستان سره پر پوله کومه ستونزه رامنځ ته شي، د حل لپاره یې هېڅ ډول هڅې نه کېږي.

د پاکستان دغه مذهبي مشر، چې ویل کېږي د افغان طالبانو ملاتړی دی، زیاته کړې، چې له ټاکنو مخکې یې افغانستان ته سفر کړی و او د پاکستان د امنیت په اړه یې د افغان طالبانو د ډاډ یو لیک هم راوړی و.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وايي، هېواد یې له څو کلونو راهیسې له قبایلي سیمو (په خیبر پښتونخوا او وزیرستان کې له پښتنو) سره سم چلند نه دی کړی.

هغه زیاتوي چې د پاکستان حکومت ددې سبب ګرځېدلى چې  قبايلي سيمو کې مېشت خلک خپل عزت او آبرو داغداره وويني.

د پاکستان دغه مذهبي مشر ویلي چې افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې دی او اوس په هېواد کې د بیارغونې او امنیت لپاره شرایط برابر شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل الرحمان په افغانستان کې د جمهوري نظام د شل کلنې دورې پر مهال د طالبانو چې د ياد حکومت پر ضد وو، ملاتړ کاوه. هغه ته کله ناکله د افغان طالبانو معنوي پلار لقب هم کارول کیږي.