افغانستان نړۍ

د «ویانا» څلورمه غونډه به راتلونکې اونۍ په اتریش کې جوړه شي

د ویانا څلورمه غونډه به د جون په ۲۴مه (چنګاښ ٤) د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شي.

د دې غونډې تنظیموونکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به لږ تر لږه لس سیاسي او پوځي جریانونه او همدارنګه د مدني ټولنې او رسنیو استازي برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت خبرې وشي او د دغو بحثونو پایلې به له افغان ولس سره د «لارې د نقشې » په توګه شریکې شي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ملي مقاومت د شورا غړو، د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند، د افغانستان د ملي حرکت ګوند، د افغانستان د اسلامي یووالي ګوند، د آزادۍ جبهې او همدارنګه سیاسي شخصیتونو لکه دادفر سپنتا، فوزیه کوفي او رحمت الله نبیل ګډون وکړي.

دا غونډه د افغانستان په اړه د دوحې د دريمې غونډې څخه پنځه ورځې مخکې چې  د ٢٥ هيوادونو استازي پکې ګډون کوي جوړېږي.