افغانستان

کرن ډېکر: واشنګټن باید د طالبانو د نه پیژندلو پالیسي په دقت سره تعقیب کړي

د نيويومينترين راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر دې خپرونې ته ويلي، چې واشنګټن اوس په داسې يو حالت کې دی چې د طالبانو د رسميت نه پیژندلو پالیسي په دقت سره تعقیب کړي.

په دې مرکه کې، هغې زیاته کړې، چې دا پالیسي د “حساس توازن” ساتلو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارزدافېرې دا هم وویل: «په داسې حال کې چې طالبانو د رایې ترلاسه کولو پر ځای په زور واک واخیست، خومهمه دا ده چې دهغو ملیونونو خلکو سره د مرستې لپاره لارې ومومي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.”

يادې خپرونې د دغې مرکې د یوې برخې په خپرولو سره په يو راپور کې ویلي: د امریکا متحده ایالات ښيي چې له طالبانو سره د تعامل لپاره لا زیات لیواله دي.”

دغې خپرونې لیکلي چې مېرمن ډېکر په خپلو خبرو کې تایید کړه، چې واشنګټن به له طالبانو سره د «عملي مسايلو » په اړه خبرو ته دوام ورکړي، خو بشردوستانه مرستې او بشري حقونه د امریکا د اندیښنې وړ موضوعات وي»

د «دنيو يو ميترين» خپرونې همداراز راپور ورکړی، چې دې موخې ته د رسیدو لپاره میرمن ډېکر او د هغې ډله چې په قطر کې میشته ده په دوحه کې د طالبانو له استازو سره اونیزې غونډې کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره او د هغې ټیم تل له طالبانو سره ټیلیفوني خبرې اترې کوي او منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ته د سفرونو پر مهال یې په کابل کې له طالب چارواکو سره لیدنې هم درلودې.

د دغه راپور پر بنسټ، د یوې نړیوالې نادولتی موسسې یو چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، وویل: «تعامل ته اړتیا د، خو موږ باید د تعامل توازن لپاره لاره پیدا کړو په هغه صورت کې چې مونږ خپل اصول په خطر کې وانه چوو.”

دغې خپرونې د ملګرو ملتونو د ځینو چارواکو او یو شمېر نړیوالو او سیمه ییزو غیردولتي موسسو د څرګندونو په حواله لیکلي دي، چې له طالبانو انکار د افغانستان اقتصادي او بشري ستونزې نه شي هوارولی.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د مرستو د رسولو او د طالبانو د ښکیلتیا تر منځ د دقیقې محاسبې په اړه وویل: «دا پیچلې ده؛ خو هغه څه دي چې باید ترسره شي؛ تر څو دغه مرستې د افغانستان خلکو ته ورسیږي.»

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه غږیزکليپ کې چې د دوی تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون له خوا خپورشوى و، تایید کړې وه چې طالبان په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش پر بهيرڅارنه کوي.

مجاهد ویلي وو، چې د دې څارنې او لاسوهنې څخه موخه د مرستو د وېش په بهیر کې د بې عدالتۍ مخنیوی دى.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې واک ته له رسېدو وروسته داسې يوحکومت جوړ کړى، چې د نه د ټولو اقشارو ته د ګډون فرصت نه ورکولو له امله پرې تل په کوردننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه نیوکې شوې.
ښوونځیو اوپوهنتونونه یې د نجونو او ښځو پر مخ تړلي، چې تر اوسه یې په دې برخه کې پالیسي نه ده بدله کړې.