ښځې

د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ: افغانستان یوازینی هیواد دی چې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه د وتلو په درشل کې دي

د ښځو په اړه د سختو پالیسیو عملې کېدل د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا پیل شول او تر نن ورځې پورې دوام لري.په افغانستان کې ښځې له زده کړو، کار، سپورټ او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو څخه بې برخې دي.

د طالبانو په دوه نیم کلنه واکمنۍ کې په افغانستان کې لسګونه ښځې ونيول شوې او نړيوالو بنسټونو طالبان د ښځو په ځورونې او شکنجه کولو تورن کړل.

که څه هم افغانې ښځې او نړیواله ټولنه د بندیزونو لیرې کول غواړي، خو طالبانو د ښځو پر وړاندې د دوی په فرمانونو او سیاستونو کې هیڅ بدلون نه دی راوستی.

په دې ورځ په افغانستان کې ډېرو ښځو ویلي چې، د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او نړیواله ټولنه باید کلک ملاتړ وکړي، نه طالبان.

په نړۍ کې دا یوازینی هیواد او په نړۍ کې یوازینۍ مېرمنې دي چې د محرومیت، محدودیت تر سیوري لاندې او له عامه ژوند څخه د ایستلو په درشل کې دې دلته په افغانستان کې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون په نړیواله ورځ کې، ښځې او نجونې برابرۍ، ټولنیز عدالت او د هغوی تر ټولو اساسي حقونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د یوه ورک شوي او له لاسه وتلي خوب په څېر ګوري.

د دیارلس کلنې ګلثوم په څېر چې سږ کال یې شپږم ټولګی پای ته ورساوه او طالبانو یې د ښوونځي دروازه پر مخ وتړله. وايي چې، روان يې سخت زيانمن شوی او د بې سواده پاتې کېدو او د راتلونکي تياره ژوند په اړه اندېښمنه ده.

ګلثوم وایي:«کله چې نجونې ښوونځي ته نه ځي، دوی ته روحي ستونزې پیدا شوې، دوی د خفګان او اندېښنې احساس کوي. زه له ملګرو ملتونو څخه غواړم چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه مخکې خپلې ژمنې هېرې کړې او د ژمنو برعکس یې واک ته له رسېدو وروسته، ښځې او نجونې په نښه کړې.

د کابل له نیولو څخه یوازې یوه میاشت وروسته، طالبانو ښځینه دولتي کارکوونکې له دندو څخه لیري کړلې. له همدې ځایه پیل شو او په ترتیب سره د سپورت په برخه کې د ښځو پر ونډې بندیز، د ښځو چارو وزارت لغوه کول، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو تړل، له محرم پرته په سفر بندیز، په پارکونو، حمامونو او سینګار تونونو کې د ښځو پر حضور محدودیت، د پوهنتونونو تړل او داسې نور، د ښوونځیو تړل او بالاخره په خصوصي موسسو کې د ښځو د کار لغوه کول د طالبانو له خوا ترسره شول. خو دا د کار پای نه وو؛ د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې طالبانو لسګونه ښځې او نجونې د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعاتولو تر نامه لاندې نیولي دي. ځینې ښځې وايي د ناوړه چلند، شکنجه کول وهل او ټکول هم له بندي کېدلو سره وو.

پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونونه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې څخه پیل او تر اوسه دوام لري چې دا محدوديتونه په دې توګه ښودلی شو: « د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ښځو لپاره د سپورت کولو د بندیز پلي کول، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نارینه او ښځینه محصلینو جلا کول، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ښځو چارو وزارت لغوه کول، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د زده کړې منع کول، د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او ویاندویانو د مخونو د پټولو د فرمان اعلانول، د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې له محرم پرته د سفر د محدودیتونو وضع کول، په ۲۰۲۱ کال کې په پارکونو او حمامونو کې د ښځینه پر شتون د محدودیتونو وضع کول، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده کړو منع کول، په څو پړاوونو کې د ښځو او نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو تړل، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په خصوصي او نړیوالو بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار منع کول، د ۲۰۲۳ کال په جولای کې د ښځو د سینګارتونونو تړل، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د طالبانو لخوا د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په پلمه د ښځو نیول»

په دې برخه کې سمیرا حمیدي د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې مسؤوله وایي:« هغه ښځې او نجونې چې په زړورتیا سره د دې ډلې پر ضد لاریون کوي او غږ پورته کوي، تل د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي، شکنجې، نیولو، ورکېدو او حتی زنداني کېدو سره مخ کېږي.»

د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دوه نیمو کلونو کې د افغان ولس او نړیوالې ټولنې د ټینګار سربېره، اوبه له اوبو څخه ونه خوځېدې او طالبان له خپلو سیاستونو څخه یو ګام هم شاته نه شول.

د نورو مخکنيو شرطونو ترڅنګ، نن ورځ نړيواله ټولنه د طالبانو عادي کېدل او بالاخره رسمیت پېژندل د بشري حقونو د وضعيت له ښه والي او په ځانګړې توګه د ښځو
پر وړاندې د طالبانو د تګلارو د له منځه وړلو سره تړي.

یو شمېر افغان مېرمنې هم غواړي چې، طالبان عادي نه شي، له هغوی سره تعامل ونه شي او نړۍ له افغان مېرمنو سره ودرېږي.

هیډر بار، د بشري حقونو د څارنې او د ښځو د څانګې مرستیاله زیاتوي: «د سږ کال د مارچ په اتمه په افغانستان کې د دې ورځې د نمانځلو لپاره څه نشته، دا په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ دی او وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. دا باید هغه ورځ وي چې موږ ټول یې انعکاس ورکړو چې، څه ډول مو افغان ښځې یوازې پرېښودې او ومو نه شو کولی د هغوی تر څنګ ودېږوو.»

ښایي نن د نړۍ په هر ګوټ کې ښځې د مارچ اتمه په ویاړ او آزادۍ سره نمانځي، پرته له افغانستانه؛ خو دلته د مارچ په اتمه ښځې د طالبانو پر ضد د مبارزې په لیکه کې دي، د خپلو بنسټیزو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په پټو مخونو پوښل شويو ځایونو کې په یو غږ دي او په همدې ډول د افغانستان څخه بهر او په نړیوالو سټیژونو کې ښځې هم د طالبانو په وړاندې د عدالت غوښتنې لپاره راپورته شوې دي، که څه هم دوی په دې لاره کې درنې بیې پرې کوي. د طالبانو د ځپلو سره، د لسګونو اعتراض کوونکو ښځو په نیولو او کله ناکله د شکنجې کولو په درنه بیه. خو لکه څنګه چې طالبان له خپلو تګلارو نه دي شاته شوي. ښځې هم نه تسلیمېږي او د خپلو خوبونو په لټه کې دي.»