افغانستان

په هیواد کې د واورې اورښت او سختې یخنۍ د ۳۹ کسانو ژوند اخيستی

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چې د طالبانو له خوا اداره کېږي وایي چی؛ په هیواد کې د وروستیو واورو او یخنۍ له امله ۳۹ کسان وژل شوي دي.

طالبان وايي چې؛ دا مرګ ژوبلې په پروان، کندهار، خوست، کاپیسا، سرپل، پکتیا، فاریاب، کابل، زابل، لغمان، پکتیکا، سمنګان، بدخشان، ننګرهار، غور، بلخ، دایکندي، ارزګان، هلمند او تخار ولایتونو کې اوښتې دي.

په ورته وخت کې د کنړ- نورستان پر لویه لار د واورې ښویېدنې له امله دغه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

همدا راز د سرپل ولايت په البدر ولسوالۍ کې د واورې د اورښت له امله د يوه کور چت راپرېوتلى چې له امله يې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
په يوه بله ورته پېښه کې د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ په ده سرخ کلي کې يو تن وژل شوى دى.

په دې هیواد کې چې له ۷۰سلنې څخه ډېر نفوس یې آن د خوړلو لپاره کافي خواړه نلري؛ خو سړې یخنۍ هم په خپل وار د ۲۰ ولایتونو له اوسېدونکو قربانۍ اخیستې ده.

د درنې واورې ورښت په نورو ولایتونو کې هم ګڼې لارې بندې کړې او یو شمېر کورونه یې نړولي دي.

د نورستان یو اوسېدونکی خیاط ګل وايي: «موږ له طالبانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې؛ سېلاب ځپلو خلکو ته د سوند او خوراکي توکو مرسته وکړي.»

همدارنګه انعام الله د نورستان اوسېدونکی وايي: «ژمی دی، موږ لرګي نه لرو، د کابل هوا ډېره سړه ده، موږ مرسته غواړو.»

په ورته وخت کې په نورستان کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي چې؛ د کنړ- نورستان لويه لار د واورې ورېدو له امله د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.

په نورستان کې د ټولګټو چارو د وزارت مشر محمد نبي عادل وايي: «په ډېرو برخو کې واوره ورېدلې ده، موږ هڅه کوو چې په مطلوبو برخو کې لارې خلاصې کړو.»

د افغانستان اوسېدونکو سږنی ژمي د بې وزلۍاو خوراکي توکو ته د لږ لاسرسي تر څنګ په یخنۍ کې تېروي.

ځینو ښاریانو ویلي چې؛ د خوراکي توکو د پېرلو لپاره کافي پیسې نه لري او د سوند توکو اخیستل د دوی لپاره ناشوني دي.
کارپوهانو ویلي چې؛ رامنځته شوې بې وزلي د طالبانو د حکومتوالۍ او خلکو ته د کار د زمینې په برابرولو کې د هغوی د پاتې راتلو لامل دی.