افغانستان

د بشري حقونو فعالانو اتحاد: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې «آثار او کلتوري تاریخچه» له خطر سره مخ ده

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د ملګروملتونو کلتوري او روزنیزې برخې ته په یوه لیک کې ویلي چې د «افغانستان د کلتوري» وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري او د یونسکو له‌خوا یې د طالبانو د غندلو غوښتنه کړې ده.

د دوی په وینا، دا اتحاد چې د بشري حقونو د دفاع کوونکو بېلابېلې ډلې، مدني فعالان، څېړونکي او د رسنیو فعالان پکې شامل دي، د ملګروملتونو کلتوري او ښوونیزې برخې ته په یوه لیک کې ویلي چې دوی «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اندېښمنونکي کلتوري» وضعیت په اړه اندېښمن دي.»

د دې لیک پربنسټ، د طالبانو بیاځلې واکمنېدل د ټولنې له ټولو برخو د ښځو د بشپر بې‌برخې کېدو، د جنسیت له مخې تاوتریخوالي او له بشري حقونو د جدي سرغړونو لامل شوي دي.

دغه اتحاد په دې لیک کې همداراز زیاته کړې چې طالبانو د هېواد کلتوري او تاریخي بهیر په تېره بیا کلتوري میراثونو او ادبیاتو ته په سیستماتیک ډول زیان رسولی دی.

ددې اتحاد غړو له یونسکو غوښتي؛ طالبان د محدودیتونو او کلتوري حذف له امله وغندي.

په دې لیک کې راغلي: «په ولایتونو کې د مجسمو او کلتوري ځایونو د تخریب په شان پېښې او دې ته ورته اقدامات، پر هنرمندانو، موسیقي غږوونکو او استادانو د طالبانو د برید ښودنه کوي او دوی پر خلکو سخت کلتوري او ښوونیز محدودیتونه لګولي دي.»

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په یوه لیک کې، د طالبانو په واکمنۍ کې له خطر سره د افغانستان د کلتوري تاریخ د مخ کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو له یونسکو غوښتي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.