افغانستان

ټرمپ، افغانستان د امریکايي وسلو تر ټولو لوی پلورونکی وباله

د امریکا مخکیني ولسمشر یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا پر وتلو په نیوکې سره ویلي چې دا هېواد «د طالبانو تر ادارې لاندې په نړۍ کې د امریکايي وسلو تر ټولو لوی پلورونکی هېواد» شوی دی.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، افغانستان په نړۍ کې د امریکايي وسلو تر ټولو ستر پلورونکی هېواد ګرځېدلی دی.

ښاغلي ټرمپ په پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شېبه وه.

د امریکا پخوانی ولسمشر زیاتوي: «د افغانستان په مسله کې، زموږ د هیواد په تاریخ کې ترټولو شرموونکې شیبه، دا وه چې پوتین احتمالاً ولیدل چې موږ تسلیم شو. پوهیږئ چې افغانستان اوس په نړۍ کې د پوځي تجهیزاتو یو لوی صادرونکی هیواد ګرځیدلی دی، زموږ نوې او ښکلي وسلې پلوري.»

ټرمپ وایي چې د هغه د حکومت پرمهال چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو اتلس میاشتې دوام وکړ، آن یو امریکایي پوځي په افغانستان کې ونه وژل شو.

نوموړي زیاته کړې: «کله چې جوبایډن واک ته ورسېد، لومړی یې پوځیان وایستل، آن که له یوه یوولس کلن هلک څخه پوښتنه وکړئ وايي چې سرتېري باید آخر وتلي وای؛ خو د بایډن ادارې لومړی پوځیان وایستل او خپل او د امریکايي وګړو تجهیزات یې هلته پرېښودل. وروسته دیارلس نامتو امریکایي پوځیان د کابل هوايي ډګر په چاودنه کې ووژل شول چې د کورنیو لپاره یې د تصور وړ نه وو.»