افغانستان

په ازبکستان کې د افغانستان سفارت مسوولیت د طالبانو دیپلومات ته وسپارل شو

د ازبکستان په پلازمیني تاشکند ښار کې د افغانستان سفارت مسوولیت، جمعه د (مرغومي دیارلسمه) د طالبان یوه غړي مغفور الله شهاب ته چې د کانونو او پټرولیم د وزیر شهاب الدین دلاور زوی دی، وسپارل شو.

مغفور الله شهاب په تاشکند کې د افغانستان د مخکیني سفیر احمد خالد علمي پرځای معرفي شوی دی.

له دې مخکې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې، ښاغلی علمي له دندې ګوښه کړی و.

ښاغلی علمي چې په تاشکند کې د افغانستان د مخکیني دولت سفیر و په تېرو څه د پاسه دوه نیمو کلونو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترڅارنې لاندې کار کاوه.

ازبکستان دوهم هېواد دی چې طالبان پکې خپل «سفیر» ګماري.

له دې مخکې د چین ولسمشر هم په بیجینګ کې د طالبانو د سفیر بلال کریمي باورلیک په یو لړ مراسمو کې ومانه.

خو په تاشکند کې د طالبانو ددغه دیپلومات ګمارلو یو لړ غبرګونونه هم راپارولي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشر په یوه فرمان کې ویلي، هېڅ یو طالب چارواکی او د دوی د کابینې غړي نه شي کولای خپلوان په بېلابېلو دولتي دندو وګماري.