افغانستان

د کانګرس یو غړی: افغانستان کې مخکیني امنیتي ځواکونه په «هدفي» توګه وژل کېږي

د امریکا د استازو جرګې غړي برایان مسټ تېره ورځ د دې جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په غونډه کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د همکارانو له ناوړه امنیتي وضعیته د اندېښنې په څرګندولو، له افغانستان د وتلو لپاره د بایډن دولت پر سیاستونو سخته نیوکه وکړه.

د کانګرس دغه غړي تېره ورځ په دې ناسته کې وویل، چې د بایډن او طالبانو حکومت د چارواکو د څرګندونو په خلاف د افغانستان مخکیني امنیتي ځواکونه په دې هېواد کې په هدفي توګه وژل کېږي.

برایان مسټ له افغانستانه د بایډن دولت راوتل «غمیزه راوړونکي» وبلل او هغه یې له هېواده د امریکايي ځواکونو د همکارانو د تخلیې په برخه کې پر «دروغ ویلو» تورن کړی او ویلي یې دي، چې د بایډن دولت د مخکینیو امنیتي ځواکونو او افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د نورو همکارانو پلان شوې وژنې واقعیت نه مني.

هغه وايي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو همکاران، اوس‌مهال په یوه کړکېچ کې ژوند کوي او هر دروغ چې ویل کېږي، د دوی ژوند له زیات ګواښ سره مخ کوي.

برایان مسټ د دې په اړه چې افغانستان کې یوازې ۲۰۰ امریکايي وګړي پاتې دي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دا خبرې هم «دروغ» وبللې.

د کانګرس دغه غړي د ګڼو نړیوالو سازمانونو راپورونو ته اشاره وکړه او وې‌ویل چې دا شواهد د مخکینیو امنیتي ځواکونو هدفي وژنې تاییدوي.

د متحده ایالاتو د کانګرس بهرنیو اړیکو کمیټې دا ناسته «افغانستان کې د مخکینیو امریکايي پوځیانو د همکارانو پروړاندې د طالبانو د غچ‌اخیستنې ارزولو» تر نوم لاندې د جمهوري غوښتونکو، ډیموکراتانو او د دې ځايي همکارانو د ملاتړ پخوانیو سرتېرو په حضور ترسره کړه.