افغانستان

امریکا له چین څخه وغوښتل د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیومیلر د چین د ولسمشر له‌خوا د طالبانو سفیر د باورلیک منلو په غبرګون کې ویلي چې تراوسه د طالبانو په رسمیت پېژندلو په هکله د بیجینګ دریځ روښانه نه دی.

متیو میلر د چین د ولسمشر له‌خوا د طالبانو سفیر د باورلیک ترلاسه کولو په اړه وايي: «یوازینی لامل چې نه غواړم په روښانه د طالبانو د باور لیک سپارلو په اړه نظر څرګند کړم دا دی چې ما د چینایي چارواکو بیانیې ولوستې چې په هغې کې یې ویلي، د طالبانو د پېژندلو په برخه کې یې په سیاست کې کوم بدلون نه دی راغلی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز جوته کړې چې واشنګټن په دې هکله د نظر له ورکولو مخکې د بیجینګ له لوري د «سپيناوي» غوښتونکی دی.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د چین او طالبانو اوسنۍ اړیکې، د طالبانو په رسمیت پېژندلو په هکله د امریکا په سیاست کې بدلون نه راولي او دوی (طالبان) باید ځانګړي ګامونه؛ په تېره بیا د ښځو وضعیت د ښه کولو په لاره کې پورته کړي.

تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په چین کې د بلال کریمي باور لیک د ۴۱ هېوادونو له سفیرانو سره «په ځانګړو مراسمو کې» وسپارل شو.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له چین سره د طالبانو د اړیکو په دې دیپلوماتیک بدلون شک لري.