افغانستان

طالبان راتلونکې اونۍ د «کابل سیمه‌ییزه ناسته» په نوم ناسته ترسره کوي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول سهیل شاهین له آمو سره په اړیکه کې تایید کړه چې طالبان به راتلونکې اونۍ د (د سلواغې نهمه) د «کابل سیمه‌يیزې ناستې» په نوم ناسته ترسره کړي.

ددې ناستې ترسره کول په کابل کې د سیمې هېوادونو له یو شمېر سفیرانو سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي له کتنې وروسته اعلان شول.

له دې سره په یو وخت د سویلي آسیا په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر رسول موسوي پر ایکس لیکلي چې په دې ناسته کې به روسیه، چین او پاکستان ګډون وکړي. دغو هېوادونو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په داسې حال کې د ناستې ترسره کولو هوډ کړی  چې نړۍ د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په کوربتوب په دوحه کې د لویې ناستې د جوړولو لپاره تیاری نیسي او ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په لټه کې دی.

له دې سره همهاله، د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، روسیه هم هڅه لري د روانې زېږدیزې میاشتې له پای ته رسېدو مخکې د چین، ایران او پاکستان په ګډون ناسته ترسره کړي.