افغانستان

ملګري ملتونه په راتلونکې زېږدیزه میاشت کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو ناسته ترسره کوي

د ملګروملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي چې دغه سازمان به د فبرورۍ په اتلسمه (د سلواغې ۲۹) په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه وي.

هغه تېره ورځ په خبري ناسته کې وویل چې ددې ناستې موخه به د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته په پام سره په منسجم او همغږي ډول د نړیوال مشارکت زیاتوالي کړنلارې د څرنګوالي په اړه وي.

ښاغلي دوجاریک پرته له دې چې د دې ناستې لازیات جزییات ورکړي وویل چې د دغې ناستې جزییات او نور ترتیبات لا نه دي وروستي شوي.

دا په داسې حال کې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا د چارو عمومي مدیر رسول موسوي ویلي چې کابل به په راتلونکې اونۍ کې د «پام وړ» سیمه‌ييزې ناستې کوربه وي.

ښاغلي موسوي ویلي په دې ناسته کې به د ایران، پاکستان، روسیې او چین استازي ګډون وکړي او له هغې وروسته به د سلواغې په ۲۸مه د دوحې ناسته ترسره شي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو چې د افغانستان په اړه له چین، ایران او پاکستان سره ددغه هېواد ناسته به د جنورۍ په وروستیو کې ترسره شي.