افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: له بشري حقونو سرغړونه ودروئ

د بخښنې د نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر او د افغان مېرمنو د سیاسي مشارکت شبکې په ګډون یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د ښځو له حقونو ملاتړو بنسټونو د زده کړو د نړیوالې ورځې له امله په جلا جلا اعلامیو کې، د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو د زده کړو او تحصیل د مخنیوي سیاست دوام غندلی او له دې ډلې یې غوښتي چې له دغه «انساني حقه» سرغړونه باید ودرول شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر مشرې د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې «جنسیت ته له پامه پرته» د ټولو د زده‌کړو له حقه ملاتړ، د طالبانو دنده ده.

روزا اتونبایوا په یوه پيغام کې ویلي: «طالبان باید درک کړي چې زده‌کړه یوازې اخلاقي اړتیا نه ده؛ بلکې په ټولنه کې د سولې او سوکالۍ لپاره حیاتي چاره ده.»

هغه زیاتوي چې د طالبانو ددې کړنې دوام (له زده‌کړو د ښځو او نجونو مخنیوی) افغانانو ته لازیات زیان رسوي او هېواد به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې په انزوا کې وساتل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې طالبان له بیاځلې واکمنېدو وروسته، له بشري حقونو سرغړونه پيل کړې او اوسمهال په افغانستان کې بشري حقونه د «له منځه تلو او نه ستنېدو» په حال کې دي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي: «طالب چاروکو نه یوازې د افغانانو له حقونو د ملاتړ؛ په تېره بیا ښځو د حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، بلکې تاوتریخوالی یې زیات کړی او په بشپړ خوندیتوب سره له بشري حقونو سرغړونه کوي.»

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي چې طالبانو په تېر یوه کال کې، په سیستماتیک ډول له بشري حقونو ملاتړي بنسټونه منحل کړي او د بیان آزادي، عادلانه محاکمه او نور حقونه یې تر فشار لاندې راوستي دي.

له بلې خوا، د افغان مېرمنو د سیاسي مشارکت شبکې په یوه اعلامیه کې له ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو د سرغړونې په وړاندې پرېکنده او جدي چلند ولري.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي: له ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې غواړو چې د طالبانو له‌خوا د ظلم، جنایت او له بشري حقونو د څرګندنو سرغړونو په وړاندې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو کېږي، اقدام او پرېکنده چلند ولري؛ ترڅو له دې زیات په افغانستان کې د ښځو او نجونو برخلیک له منځه تلو سره مخ نه شي.

طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته، ښځو او نجونې له زده کړو، تحصیل، کار او آن پارکونو او حمامونو ته له تلو منع کړې او پر ښځو د محدودیتونو په اړه د دوی په سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.