افغانستان

د تورخم لاره بېرته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ پرانیستل شوه

د تورخم لاره کابو دوې اوونۍ مخکې د پاکستان له خوا د افغان موټر چلوونکو لپاره د وېزو لرلو له امله ددغه هېواد له خوا وتړل شوه او نن بېرته پرانیستل شوه.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي چې د طالبانو او پاکستان چارواکو ترمنځ له خبرواترو وروسته، نن (سه شنبې) سهار د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

پاکستاني رسنیو پرون ددغه هېواد د ګمرک د یوه چارواکي له قوله خبرداری ورکړ چې تهران او کابل ترمنځ د راکړو ورکړو د زیاتوالي او تورخم لارې د تړل کېدو له امله ښايي پاکستان د افغانستان بازار د تل لپاره له لاسه ورکړي.

دا لاره د مرغومي په ۲۳مه د وېزې اړوند مسایلو له امله د پاکستان لخوا د ترانزیت پرمخ تړل شوې وه.

دغه لاره د پاکستان له‌خوا د افغان موټر چلوونکو لپاره د وېزو لرلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلاف وروسته، د سواګریزو توکو د لېږدوونکو موټرو پرمخ وتړل شوه او له هغې وروسته، پاکستان له افغانستان سره خپلې نورې تجارتي لارې هم وتړلې.