افغانستان

یوناما: په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۹ هزاره وګړي مړه او ۸۸ نور ټپيان شوي دي

ایمرجنسي روغتون، کابل.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر، په افغانستان کې په خپل وروستي درې میاشتني (اکتوبر، نومبر او دسمبر) راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې ۴۹ هزاره وګړي وژل شوي او ۸۸ نور ټپيان شوي دي.

دغه بنسټ په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې یوه چاودنه په بغلان، دوې په کابل کې چې د درې واړو مسوولیت داعش منلی او سربېره پر دې په هرات کې درېیو هدفي ترورونو چې هزاره او شیعه وګړي یې په نښه کړي دي.

په دې راپور کې راغلي چې په دغو درېیو میاشتو کې درې د اېښودل شویو ماینونو بریدونو کې هزاره او شیعه وګړي په نښه شوي دي.

د اکتوبر په دیارلسمه په پلخمري ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر له ځان سره چاودېدونکي توکي د شیعه لمونځ کوونکو په منځ کې وچاودول چې له امله یې ۲۱ تنه مړه او ۳۰ نور ټپيان شول.

د اکتوبر په ۲۶مه د کابل د لوېدیځ د دشت برچي په سپورتي کلپ کې اېښودل شوي ماین په چاودنه کې اته تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

د نومبر په اوومه یو ځل بیا د کابل په دشت برچي کې پر مسافر وړونکي بس په چاودنه کې ۱۱ تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شول.

سربېره پر دې په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې «د هرات په جبرییل سیمه کې د شیعه دیني عالمانو هدفي وژنې شوې دي.»

د اکتوبر په ۲۲مه، یو شیعه عالم په ډزو سره ووژل شو. د نومبر په ۲۳مه دوه شیعه دیني عالمان په ډزو سره ووژل شول او د دسمبر په لومړۍ نېټه (د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون) شپږ تنه ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

تراوسه د هرات د بریدونو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی او عاملان یې نه دي په ګوته شوي.

په دې راپور کې یو ځل بیا د طالبانو له خوا د کسانو د نیولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو ټینګار شوی چې د دوی چارواکو د دې ډلې د مشر له خوا د عمومي عفوې د عملي کولو خلاف وژنو، ناقانونه نیونو، شکنجې او د مخکیني حکومت د دولتي چارواکو او پوځیانو شکنجه کول او ناوړه چلند دوام لري.

یوناما د بېلګې په توګه له دغو دوسیو دوو بېلګو ته اشاره کړې او پکې راغلي: «د اکتوبر په شلمه په بدخشان کې، ناپېژانده وسله والو د مخکینیو محلي پولیسو یو افسر او زوی یې په ډزو سره وژلي دي، د نومبر په ۲۱مه د جلال آباد کابل پر لاره د یوه مخکیني څارنوال او د هغه د خور مړي وموندل شول.»

یوناما ویلي چې د طالبانو د دفاع وزارت چارواکو دا پېښې د «شخصي دښمنۍ» له امله او همداراز تبلیغات بللي دي.

په راپور کې د کابل په دښت برچي او خیرخانې سیمو کې د طالبانو د نظر وړ حجاب نه لرلو له امله د نجونو او ښځو نیولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې ډلې دا کړنې لا هم روانې دي.

یوناما زیاته کړې: «طالبانو تر ډېره له دشت برچي هزاره‌میشتو سیمې او خیرخانې څخه چې اوسېدونکي یې تر ډېره تاجک وګړي دي، نیول ښځې او نجونې نیولې دي.»

د یوناما په راپور کې راغلي چې په دسمبر میاشت کې د طالبانو یوه محتسب، پر یوې مجردې ښځې په یوه روغتیايي مرکز کې ویلي که واده ونه کړي دنده به له لاسه ورکړي.

یوناما د طالبانو د امربالمعروف وزارت د یوه مسوول له قوله لیکلي چې «د مجردې ښځې لپاره کار کول مناسب نه دي.»

د دغه راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د راپور له مخې، کابو ۴۰۰ ښځې یې د جلغوزو د پروسس په یوه کارخونه کې له کار کولو منع کړې او ددې مخنیوي لپاره یې هېڅ دلیل نه دی وړاندې کړی.

د نومبر په ۲۲ هم په بلخ ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې بریښنا یوې فابریکې ۲۰۰ ښځې په مالي لاملونو له کاره ایستلې خو هېڅ نارینه کارکوونکی له دې اقدام سره نه دی مخ شوی.

یوناما همداراز زیاته کړې چې د دسمبر له دوهمې نېټې په پکتیا ولایت بې محرمه ښځې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له‌خوا روغتیايي مرکزونو ته له لاسرسي منع شوې دي.

یوناما زیاته کړې چې دا تنفیذي اقدامات له فزیکي تاوتریخوالي، خطرناک سپکاوي سره مل وو او بدنامي له ځان سره لري چې نجونې له لازیات خطر سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو دفتر په وینا، د طالبانو له خوا پیل شوي اقدامونه د حجاب په تړاو د دې ډلې له فرمان سره په تضاد کې دي.

په دې لړ کې، یاد راپور د طالبانو په بند کې د نیول شویو اعتراض کوونکو ښځو له دې جملې د منیژې صديقي او ی شمېر خبریالانو ځپلو ته هم اشاره کړې ده.