افغانستان

یوه چارتر الوتکه چې شپږ تنه پکې سپاره وو په بدخشان کې وغورځېده

سرچینې وایي چې دغه مسافر وړونکې الوتکه د مسکو په لور روانه وه چې د بدخشان په واخان سیمه کې وغورځېده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې پېښې په تاییدولو سره ویلي، چې په دې الوتکه کې شپږ کسان وو او د بدخشان د کران‌ومنجان او زیباک ولسوالیو په منځ کې راغورځېدلې ده.

د هند د هوايي چلند وزارت ویلي دا خبر چې ګواکې دا الوتکه هندۍ وه ردوي او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا مراکشۍ او کوچنۍ الوتکه وه.

تاس خبري آژانس د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی، یوه کوچنۍ الوتکه کې دوه سپاره کسان چې د افغانستان په شمال ختیځ کې راوغورځېدلي ده.

دغو چارواکو ویلي چې دا چارتر الوتکه له هند څخه تاشکند ته روانه وه.

ویل کېږي دا پېښه شنبې ماښام (د مرغومي پر دېرشمه) شوې ده.

تراوسه د دې پېښې د تلفاتو او لامل په اړه د رسمي سرچینو له خوا څه نه دي ویل شوي.