افغانستان

د کابل په دشت برچي کې چاودنه؛ سرچینې وایي شپږ تنه ووژل شول

نن له غرمې وروسته (پنجشنبې د مرغومي ۲۱) د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې په یوه سوداګریز مرکز کې چاودنه وشوه.

سرچینې وايي چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

طالبانو د قربانیانو شمېر دوه تنه او د ټپیانو ۱۲ اعلان کړی دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې چاودنه نن د کابل د لوېدیځ دشت د یوه سوداګریز مرکز په مخکې د لاسي بم د چاودنې له امله شوې چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د کابل په لوېدیځ کې له یوې بلې چاودنې وروسته شوې چې له امله یې لږترلږه پنځه ملکي وګړي ووژل شول. په تېرو لسو ورځو کې په کابل او بلخ ولایتونو کې لږترلږه شپږ چاودنې شوې دي.

له دې سره همهاله د پنجشنبې له غرمې وروسته په مزارشریف کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند بلخ دروازې ته نږدې چاودنه شوې ده.

په یوه بله چاودنه کې چې نن وشوه او د آزادۍ جبهې یې مسوولیت منلی، دغې جبهې ادعا کړې چې درې تنه طالبان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. دغې جبهې ویلي چې دا برید په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې شوی دی.