افغانستان

مولانا فضل الرحمن د طالبانو په بلنه کابل ته راغی

د طالبانو ملاتړی دیني عالم او د جمعیت علمای پاکستان ګوند له مشر سره د پاکستان یو شمېر نور مشهور دیني عالمان هم شته. مولانا فضل الرحمن ویلي، هڅه کوي چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره خبرې وکړي. نوموړي دا هم ویلي، چې ټاکل شوې د طالبانو له مشر ملا هبتالله سره هم لیدنه ولري.

دا سفر په داسې حال کې شوی چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د پاکستان پر ضد له افغانستان څخه د ټي‌ټي‌پي د کار اخیستو پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی. کارپوهان وايي چې له ټي ټي پي سره د طالبانو د اړیکو ژوروالي ته په پام سره د پاکستان د غوښتنو پوره کول اسانه کار نه دی.

طالبان نن په کابل کې د مولانا فضل الرحمن کوربه توب کوي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، یو نفوذ لرونکی عالم او د طالبانو ملاتړی دی. له مولانا فضل الرحمن سره د پاکستان یو شمېر نور مشهور عالمان هم شته، لکه مولانا ادریس د پاکستان روحاني – سیاسي څېره.

د دغه سفر موخه د پاکستان پر ضد له افغانستان څخه د ټي ټي پي د کار اخیستو پر سر د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د کړکېچ حلول دي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي: «زما باور دا دی چې مولانا فضل رحمن دوه اړخیزه پالیسۍ لوبوي او په حقیقت کې هغه په ​​پاکستان کې د ټي ټي پي یو له جدي ملاتړو او همدارنګه د افغان طالبانو ملاتړی ګڼل کېږي.»

د پاکستان د علماوو د ټولنې مشر ویلي، چې دی به د طالبانو له مشر ملا هبت الله او نورو طالب چارواکو سره هم وګوري.
ملا هبت الله لومړی د پاکستان پر ضد د ټي ټي پي په بریدونو کې د طالب جنګیالیو د ګډون د منع کولو امر وکړ او تېره اونۍ یې د کندهار د والي په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته واستاوه، څو د خپل مشرۍ له شریک اندېښنې کمې کړي. د کار تر دې ځایه خو اسلام اباد د ټي ټي پي د ځپلو پرته بله چارې ته زړه نه دی ښه کړی.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «د دې موضوع هواری دومره اسانه نه دی، چې د یو سفر په ترڅ کې شي.
ځکه تر دې مخکې هم د دې مسئلې په اړه پاکستاني عالمانو او حکومتي چارواکو سفرونه کړي دي.»

طالبان خوښ دي چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن په بلنه به له اسلام اباد سره د باور فضا تازه کړي. په داسې حال کې چې اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د مشرانو سره مبارزه او د هغوی تسلیمول غواړي. خو برعکس طالبان له دواړو خواوو غواړي چې خبرې اترې وکړي.

د پوهنتون استاد رمضان علي بیا وايي: «مولانا فضل الرحمن د طالبانو معنوي پلار دی او د افغانستان[طالبانو] په سیاست او حکومت کې د هغه شتون به د پاکستان او افغانستان اړیکې تر یوې اندازې ښې کړي.»

۲۰۲۳ د پاکستان لپاره مرګونی کال و؛ د ټي ټي پي، تحریک جهاد، ګل بهادر ګروپ او داعش له بریدونو سره. اسلام اباد ویلي، له داعش پرته ډېر بریدونه له افغانستانه د پاکستان پر ضد شوي دي. خو طالبان یې ردوي.