افغانستان

د کابل په دشت برچي کې د چاودنې په وړاندې غبرګونونه

د کابل په دشت برچي سیمه کې د تېرې شپې چاودنه چې داعش ډلې یې مسوولیت منلی، یو لړ غبرګونونه یې لرلي دي. حامد کرزي، عبدالله عبدالله، کریم خلیلي او د آزادۍ جبهې دا چاودنه چې په مسافر وړونکي موټر کې شوې غندلې ده.

د مخکیني حکومت د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوه بیانیه کې لیکلي چې د ملکي وګړو په نښه کول د اسلامي احکامو او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي هم ددې پېښې په غندلو سره دا برید «ترهګریز، غیراسلامي او بشري ضد» بللی دی.

آزادۍ جبهې هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دشت برچي سیمه کې د ملکي وګړو په موټر کې چاودنه «په دغه سیمه کې د ګڼ شمېر ښځو له نیولو او د خلکو د جسمي او رواني ځورونې او شکنجې له زیاتوالي وروسته ترسره کېږي چې «د طالبانو او ترهګرو ډلو د ناوړه، غیر انساني او له تبعیضه ډکو کړنو ښودنه کوي.»

دغې جبهې همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان پر شیعه‌وو او هزاره وګړو د وروستیو میاشتو ځنځیري بریدونه د ایران په کرمان ښار کې له وروستي خونړي برید سره تړاو درلود او دواړه پېښې د «طالبانو تر واک لاندې سیمو کې پلان» شوې دي.

له بلې خوا، د افغانستان د وحدت ګوند مشر کریم خلیلي له طالبانو وغوښتل چې ژرترژره ددغو ترهګریزو پېښو تر شا «پټ لاسونه» افشا کړي. ښاغلي خلیلي په یوه بیانیه کې ویلي چې ددغو چاودنو د عاملینو د نه افشا کولو په صورت کې به طالبان «د جرم او جنایت شریکان» وګڼل شي.