افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه ۹۰۰ افغان کډوالو ایستل

له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو په دوام، پرون د (مرغومي ۱۱) له دغه هېواده ۹۱۷ تنه افغانان وایستل شول.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغو کسانو کې ۳۰۱ تنه نارینه، ۲۱۴ ښځې او ۴۰۲ ماشومان شامل دي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

وړمه ورځ هم یو زر او ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي وو.

په تېرو څه د پاسه دوو میاشتو کې، ۴۵۶ زره او ۵۶۲ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.