افغانستان

کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د ټي‌ټي‌پي په اړه د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ځي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند د پاکستاني طالبانو تحریک مسلې د هواري لپاره د راتلونکې زېږدیزې میاشتې په پیل کې اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د پاکستاني رسنیو په راپور کې راغلي چې ټاکل شوې ملا شیرین د استخباراتو له چارواکو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د جمعیت علماي اسلام د مشر مولانا فضل رحمان په مشرۍ د پاکستاني علماوو یو پلاوی د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت لیدنو چمتوالي بشپړ کړي دي.

د راپور له مخې، دا لیدنې به د پاکستاني طالبانو تحریک پر موضوع او د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچونو پر هواري متمرکزې وي.

په دې پلاوي کې به د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند ایالتونو دیني عالمان شامل وي.

د راپورونو له مخې د فضل رحمان په مشرۍ دغو عالمانو د بېلابېلو موضوعګانو په اړه د مذاکراتو چوکاټ د رامنځته کولو لپاره د پاکستاني طالبانو تحریک له استازو سره خصوصي خبرې‌اترې پلان کړې دي.

فضل رحمان د طالبانو له خوا کابل ته رابلل شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې هېواد کې د پاکستاني طالبانو تحریک بریدونه زیات شوي دي. دغو چارواکو تل له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د غړو پروړاندې افغانستان کې اقدام وکړي. طالبانو د افغانستان په خاوره کې د دې یرغلګرو حضور رد کړی دی.