افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي پرېکړه‌لیک په تصویب د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي ټاکل تایید کړل

امنیت شورا د یوه نوي پریکړه‌لیک په صادرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د ځانګړي استازي ټاکل تصویب کړل.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د دې بهیر موخه له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه د یوه سوله‌ییز افغانستان یو ځای کېدل او د نړیوالو مکلفیتونو رعایت دی.

پرېکړه‌‌ليک کې په دې بهیر کې د افغان مېرمنو پر بشپړ، مساوي، مانا لرونکي او خوندي ګډون هم ټينګار شوى او ويل شوي، چې سرمنشي بايد د خپلو مشورو پايلې په ٦٠ ورځو کې له امنيت شورا سره شريکې کړي.

همدارنګه ویل شوي چې ځانګړی استازی باید د بشري حقونو او جنډر په برخه کې تخصص ولري. د افغانانو ترمنځ د خبرو‌اترو او د طالبانو په ګډون له افغانستان سره د نړۍ د ډیپلوماسۍ وده د ځانګړي استازي ماموریت بلل شوی دی.

امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ د جاپان او متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پریکړه‌لیک په دیارلس مثبتو او د چین او روسیې په دوو ممتنع رایو سره تصویب کړ؛ هغه پریکړه‌لیک چې ټولیز هدف یې د طالبانو په ګډون په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا یو ځای کول دي، خو له یو لړ غوښتنو سره.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی یامازاکي کازویوکي وویل: «د دې پریکړه‌لیک په تصویب سره به موږ د اړوندو چارواکو، ښځو، نجونو او مدني ټولنې په ګډون د افغانستان خلکو ته دا په ډاګه کړو چې نړیواله ټولنه د یوه سوله ییز، باثباته، سوکاله او ټول ګډونه افغانستان لپاره ژمنه ده.»

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبې هم وویل: «پرېږدئ چې نن د دې ټولو ننګونو د پای پیل اوسي. هغه څه چې موږ یې په مخکې لرو، ښایي د افغانستان په اړه د تګلارې د بدلولو وروستی چانس وي. دا د ټولو خواوو جوړجاړي ته اړتیا لري. دا پریکړه‌لیک د افغانستان پر وړاندې یوه اصولي او عملي نړیواله تګلاره رامنځته کوي.»

په پرېکړه ليک کې امنيت شورا د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د ځانګړي استازي ټاکنه تصويب کړه.

د پریکړه لیک په بله برخه کې د ملګرو ملتونو د ارزونې د سپارښتنو په پلي کولو، په ځانګړې توګه د نړیوال ګډون په لا زیاتې همغږۍ، منسجمولو او جوړښت ټینګار شوی. د پریکړه لیک په متن کې همدارنګه راغلي چې د دې بهیر موخه باید د افغانستان او ګاونډیو لپاره یې سوله وي، په بشپړه توګه په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او نړیوال مکلفیتونو رعایت کړي.

د دې ترڅنګ په دې بهیر کې باید د افغان ښځو د بشپړ، برابر، مانا لرونکي او خوندي ګډون تضمین هم وي. په پرېکړه‌ليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتل شوي، چې د سلا مشورو پايلې دې په ٦٠ ورځو کې امنيت شورا ته وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ د سیاسي سلاکار مرستیالې لیزا براون وویل: «موږ د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د ظالمانه حکمونو او د ټول‌ګډونه حکومت د پیاوړتیا پروړاندې د هغوی د نه لېوالتیا په اړه اندېښمن یو. دا پرېکړې افغان ټولنه د نه جبرانېدونکي زیان له ګواښ سره مخ کوي او طالبان له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو له عادي کولو نور هم لرې کوي.»

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازې باربارا ووډوارډ هم څرګنده کړه: «باید په بېړې سره له خپلواکې ارزونې د افغانستان د اوسنۍ منفي تګلارې د بدلولو په هیله کار واخلو. په ورته وخت کې، طالبان مکلف دي چې د محدودونکو ساسیتونو د سمدستي لغوه کولو او د ښځو د اساسي حقونو او ازادۍ په ګډون په خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي.»

په پرېکړه‌لیک کې راغلي، چې ځانګړی استازی باید د طالبانو، ښځو، مدني ټولنې، د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګډون د امنیت شورا د غړو او افغان سیاسي لوبغاړو په مشوره وټاکل شي او د بشري حقونو او جندر په برخه کې باید قوي تخصص ولري.
د بین الافغاني خبرو اترو پرمختګ، د فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې د وړاندیزونو پلي کول، په ځانګړې توګه د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د تعامل اسانتیا او د دواړو خواوو پر ډیپلوماسۍ تمرکز، د ځانګړي استازي مهم ماموریتونه دي.

خو په پیل کې د چین او روسیې مخالفت چې د امنیت شورا دوه دایمي غړي دي، د پریکړه لیک تر ټولو مهمه برخه، د ځانګړي استازي ټاکل؛ ننګوي. د طالبانو د دريځ په شان توند مخالفت.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ګنګ شوانګ وویل: «د اړوند هېواد د نظرونو په پام کې نه نیولو سره په زوره د ځانګړي استازي ټاکل نه یوازې شونې نه ده بلکې د ځانګړي استازي د دندو په ترسره کولو کې د پاتې راتلو لامل هم کیږي او د نړیوالې ټولنې او افغان چارواکو تر منځ تضاد او ناندرۍ نورې هم زیاتوي.»

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازې مرستیاله آنا اوستیګنیوا وویل: «موږ غواړو روښانه کړو چې د سرمنشي د پریکړې ملاتړ به ونه کړو تر څو چې دا پریکړه د رسمي چارواکو لخوا تصویب شوي نه وي. موږ باوري یو چې د افغانستان مسله یوازې هغه وخت حل کیدی شي چې له اوسنیو چارواکو سره په همغږي او صبورانه توګه خبرې وشي.»

د امنیت شورا پریکړه‌لیک د طالبانو په ګډون د افغانستان موضوع بیرته د نړیوالې ټولنې بحث ته راګرځوي؛ یو داسې افغانستان چې په راتلونکي کې به په ټولو جوړښتونو او بهیرونو کې د ښځو له ونډې سره سیاسي ځواکونه ولري؛ خو ځینې بیا وايي چې لږترلږه د چین او روسیې مخالفت او ځینې نورې نیمګړتیاوې ښايي د افغانستان د نوې لارې نقشې عملي کول له ننګونو سره مخ کړي.