افغانستان

د سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک تصویب شو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، انځور له ارشیف څخه.

د سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک، د ۱۳ موافقو او دوو ممتنع رایو سره تصویب شو. په دې ناسته کې دوې ممتنع رایې هم د روسیې او چین له خوا وې.

ددغه پرېکړه لیک له مخې، د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د سینیرلي اوغلو د راپور د وړاندیزونو په اړه هوکړه کړې ده.

د ملګروملتونو ارزونې، د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي وړاندیز وکړ چې د افغانستان او نړیوالو شریکانو ترمنځ دیپلوماسۍ او افغانانو ترمنځ خبرو پرمخ بیولو ته به پاملرنه وکړي. خو چین او روسیې ویلي د ملګروملتونو د سرمنشي له خوا د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز باید له مسودې حذف شي.

د هېوادونو د ځانګړو استازو په راتلونکو ناستو کې د کوچنیو تماس ډلو جوړول او له طالبانو سره د همکارۍ اهمیت دغې مسودې ته د بیجینګ او مسکو وړاندیز دی. خو دا وړاندیزونه په مسوده کې نه دي شامل شوي.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې امریکا او بریتانیا د مسودې په متن کې د لږو بدلونونو وړاندیزونه لرل.

خو د فرانسې، مالت او سویس په ګډون د اروپايي شورا یو شمېر غړي د افغان مېرمنو، د سولې کړنلارې، امنیت او د افغانستان له خوا پر نړیوالو ژمنو د طالبانو د درېدو د متن د ورزیاتولو غوښتونکي وو.

فرانسې همداراز غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بشپړ ادغام باید د نړیوالو قوانینو پربنسټ پر خپلو ژمنو د طالبانو د عمل کولو په شرط وي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د خپلواکې ارزونې په پرېکړه لیک کې تازه وړاندیزونه:

ـ چین او روسیې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز د لیرې کولو غوښتونکي دي

ـ چین او روسیې د تماس ډلې په اړه د خبرو وړاندیز کړی دی.

ـ د اروپايي شورا یو شمېر غړو د افغان مېرمنو اړوند متن د پياوړي کولو وړاندیز کړی

ـ فرانسې پر نړیوالو قوانینو د طالبانو عمل کول د افغانستان د ادغام د شرط په توګه یاد کړي

د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په دې ارزونه کې څلور وړاندیزونه دي، چې بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدنه او له افغانانو سره د منظم تعامل له لارې د ډاډ پیاوړي کول، د هغو مسایلو په اړه چې پر سیمه‌ییز او نړیوال ثبات او امنیت اغېزه لري د پاملرنې او همکارۍ زیاتوالی، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بشپړ یو ځای کېدو لپاره د سیاسي ګډون د لار نقشه او د ارزونې پر وړاندیزونو څارنه او د همغږۍ لپاره یې د تګلارو رامنځته کول، پکې شاملېږي.

له دې سره سره، د افغانستان په اړه د تازه پرېکړه لیک تصویب چې د ملګروملتونو د خپلواک ارزونې وړاندیزونه اجرا کوي، په تېرو دوو کلونو کې یو لوی سیاسي بدلون ګڼل کېږي، ځکه چې تمه کېږي په تصویبېدو سره یې له انزوا څخه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د وتلو او له نړیوالې ټولنې سره د بېرته ادغام لپاره ګامونه پورته شي.