نړۍ

د هالنډ د لومړي وزیر پخوانۍ مرستیاله په غزه کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ کوونکې په توګه وګمارل شوه

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، د هالنډ د لومړي وزیر پخوانۍ مرستیاله او د منځني ختیځ د مسایلو کارپوهه سیګرید کاګ په غزه کې د دغه سازمان د بشردوستانه مرسته د همغږۍ کوونکې په توګه وګمارله.

کاګ په داسې حال کې په دغه دنده ګمارل شوې چې د جمعې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغې کې په غزه کې د بشردوستانه او بیارغونې په چارو کې د یوه همغږي کوونکي د ګمارلو غوښتنه وشوه.

دا په داسې حال کې دي چې اوسمهال په غزې تړانګه کې څه د پاسه دوه میلیونه ملکي وګړي خوړو، اوبو او طبي وسایلو ته سخته اړتیا لري.

د ملګروملتونو سرمنشي د کاګ له ګمارلو وروسته ټینګار وکړ چې هغه په سیاسي، بشردوستانه، پرمختیا او همداراز دیپلوماتیکو چارو کې پراخه تجربه لري.

مېرمن کاګ په عربي او پنځو نورو ژبو خبرې کولای شي او ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له اتمې خپله نوې دنده پيل کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي ویلي چې د کاګ په مسوولیتونو کې به غزې ته د مرستو رسولو آسانتیا، پر دې بهیر څارنه او ریښتیا ارزول شامل وي.

ګوتریش همداراز زیاته کړې چې مېرمن کاګ د هغو هېوادونو له لارې چې د حماس او اسراییلو ترمنځ نښتو کې ښکېل نه دي د مرستو رسولو د چټکتیا لپاره د ملګروملتونو د کړنلارې د جوړولو لپاره کار وکړي.

له بلې خوا، د ملګروملتونو او نادولتي ۲۳ سازمانونو وروستی راپور ښيي چې د غزې ۲،۳ میلیون کسیز نفوس د خوړو له ناورین سره مخ دی او د کافي بشردوستانه مرستو د نه رسېدو له امله به په دې ښار کې د قحطۍ خطر زیات شي.

کاګ د فلسطین په ګډون په منځني ختیځ کې د کار اوږده مخینه لري. په ملګروملتونو کې د هغې دنده په ۱۹۹۴ کال کې په سوډان کې پيل شوه. هغې د ملګروملتونو، یونیسف او همداراز د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره د ملګروملتونو ماموریت د رییسې په توګه رول لرلی دی. نوموړې همداراز د ۲۰۱۷ کال تر اکتوبر میاشتې په لبنان کې د ملګروملتونو د ځانګړې استازې په توګه کار وکړ.

اغلې کاگ هالنډ کې د سوداګرۍ او پراختیا وزیر په توګه او وروسته یې د لومړي ځل لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په توګه خدمت وکړ.

هغې د ۲۰۲۲ له جنورۍ وروسته، د لومړي وزیر د مرستیالې او د هالنډ د شتمنۍ د لومړۍ ښځې وزیرې په توګه کار کړی دی.