افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او سلو افغان کډوالو ایستل

پاکستانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې له دغه هېواده د بې اسناده کډوالو د ایستلو په دوام، تېره ورځ د (مرغومي شپږمه) یو زر او ۱۷۵ تنه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شول.

دا شمېر د وړمې ورځې په پرتله کم دی چې لږترلږه یو زر او ۵۰۰ تنه افغانان له پاکستانه ایستل شوي وو.

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي چې په تېرو کابو دوو میاشتو کې لږترلږه ۴۵۱ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

له پاکستانه په داسې حال کې د افغانانو ایستل دوام لري چې په افغانستان کې د بشردوستانه وضعیت په اړه له اندېښنې زیاتې شوې دي.